ایکنانیوز د بوابه العین الاخباریه له قوله راپور راکړی،، دغه نندارتون د حرا کلتوري ساحې په یوې برخې کې جوړ شوی، چې د جبل النور په څنګ کې موقعیت لري، داسې ځای چې د قرآن کریم لومړني آیتونه پکې نازل شوي دي. دا میوزیم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لیدونکي جلبوي، څو د قرآن کریم نادرې نسخې وګوري او د بېلابېلو دورو د خطاطۍ د تکامل په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.
دا میوزیم، چې تېر رمضان میاشت پرانېستل شوی، د سمایا شرکت لخوا اداره کېږي او د نور غره په لمنو کې موقعیت لري. د دغه نندارتون موخه د قرآن کریم د تاریخ په اړه هراړخیزه تعلیمي تجروبه وړاندې کول دي، چې د خطي نسخو او تعاملي نندارتونونو له لارې ترسره کېږي.
د سمایا شرکت اجرایوي مشر فواز بن عبدالله المحرج،وویل، چې دا میوزیم د قرآن کریم د کتابت او ساتنې د طریقو په اړه جامع معلومات وړاندې کوي. د نړۍ تر ټولو لوي قرآن، چې په یوه ځانګړي تالار کې نندارې ته کیښودل شوی، د پخوانیو نسخو ترڅنګ، چې د قرآنی خطاطۍ د تکامل مراحل ښئي، نندارې ته وړاندې شوی دی.
دا میوزیم تعلیمي ماډلونه لري، په تیره بیا د حرا غار ماکت، چې لیدونکو ته اجازه ورکوي هغه چاپېریال تصور کړي، چې د قرآن کریم نزول په کې پیل شوی دی. تاریخي نسخې په داسې تالارونو کې نندارې ته ایښودل شوي، چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د لیدونکو معرفتي او معنوي درک لوړوي.
یوه لیدونکي عبدالباسط، د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې دا نندارتونونه د قرآن کریم د اهمیت په ژور درک کې مرسته کوي او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې ئې رول وستایه. د حرا کلتوري ساحې مدیر فهد الشریف، هم ټینګار وکړ، چې دا میوزیم د مکې د کلتوري او مذهبي تجربې د لوړولو په موخه د ټولو لیدونکو هرکلی کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4287150